کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی ولایت درو ټاکنیز حوزو باندی وویشل شو

4 سرطان 1397 ساعت 20:10

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسؤولینو اعلان په اساس، غزنی ولایت درو ټاکنیز حوزو باندی ویشل شوی او ټاکنې په دی ولایت کې په حوزه ای توګه صورت نیسی.



د آوا خبرګزاری په ګزارش سره، دا حوی د ټولنیز او جغرافیایی مشترکاتو ته په کتو سره او نفوس ویښ په اساس ویښل شوی خو تراوسه ددی حوزو نومونو په اړه څه نه دی ویل شوي.
دا تصمیم د ریاست جمهوری، اجراییه ریاست، سیمه ایز ارګانونو، ټاکنیز شکایاتو کمیسیون، مرکزی احضایه او امنیتی نهادونو نمایندګانو حضور سره ونیول شو.
د ټاکنو کمیسیون په وینا، د ټاکنو حوزو ویښ د غزنی په ولایت کې، حکومتی ادارو مسولیت او سیمه ایز ارګانونو او ثبت احوال نفوس اداری مسؤولیت دی چی د نفوس ویښ په اساس به وویښل شی.
هغه ټینګار وکړ چی کمیسیون د ټولو اقوامو او سیمه ایز نهادونو سره مشوره وروسته تصمیم نیولی دی چی غزنئ کې ټاکنې حوزه ای توګه په درو کوچنیو حوزو کی ترسره شی.
د کمیسیون دا نوی تصمیم په داسی حال کې دی چی د ثور میاشتی لمړۍ نیټې څخه ځینی معترضین په غزنی کې کمیسیون ولایتی دفتر بند کړي او تر اوسه د رای ورکوونکو نوم لیکنې غزنی ۱۸ ولسوالیو کې نه دی ترسره شوی.
معترضین ټاکنو حوزه ای کیدو غوښتونکې دی او همدارنګه تر اوسه هیڅوک د پارلمانی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره په غزنی ولایت کې نه دی نوماند کړي.
 


د مطلب کود: 165929

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165929/غزنی-ولایت-درو-ټاکنیز-حوزو-باندی-وویشل-شو

آوا
  https://www.avapress.com