دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۱۰
د مطلب کود : 165929
غزنی ولایت درو ټاکنیز حوزو باندی وویشل شو
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسؤولینو اعلان په اساس، غزنی ولایت درو ټاکنیز حوزو باندی ویشل شوی او ټاکنې په دی ولایت کې په حوزه ای توګه صورت نیسی.

د افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری په ګزارش سره، دا حوی د ټولنیز او جغرافیایی مشترکاتو ته په کتو سره او نفوس ویښ په اساس ویښل شوی خو تراوسه ددی حوزو نومونو په اړه څه نه دی ویل شوي.
دا تصمیم د ریاست جمهوری، اجراییه ریاست، سیمه ایز ارګانونو، ټاکنیز شکایاتو کمیسیون، مرکزی احضایه او امنیتی نهادونو نمایندګانو حضور سره ونیول شو.
د ټاکنو کمیسیون په وینا، د ټاکنو حوزو ویښ د غزنی په ولایت کې، حکومتی ادارو مسولیت او سیمه ایز ارګانونو او ثبت احوال نفوس اداری مسؤولیت دی چی د نفوس ویښ په اساس به وویښل شی.
هغه ټینګار وکړ چی کمیسیون د ټولو اقوامو او سیمه ایز نهادونو سره مشوره وروسته تصمیم نیولی دی چی غزنئ کې ټاکنې حوزه ای توګه په درو کوچنیو حوزو کی ترسره شی.
د کمیسیون دا نوی تصمیم په داسی حال کې دی چی د ثور میاشتی لمړۍ نیټې څخه ځینی معترضین په غزنی کې کمیسیون ولایتی دفتر بند کړي او تر اوسه د رای ورکوونکو نوم لیکنې غزنی ۱۸ ولسوالیو کې نه دی ترسره شوی.
معترضین ټاکنو حوزه ای کیدو غوښتونکې دی او همدارنګه تر اوسه هیڅوک د پارلمانی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره په غزنی ولایت کې نه دی نوماند کړي.
 
https://avapress.com/vdchimnzw23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته