دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 166409
ټاکنو خپلواک کمیسیون: غزنی ټاکنیز حوزو ویښ تصمیم د ناچاری له امله اخیستل شوي
وروسته له هغه چې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د وروستۍ پرېکړې په اړه اندېښنه وښوده، د انتخاباتو د کمېسیون چارواکي وایي، له ناچارۍ څخه‌یې پرېکړه کړې چې د غزني ولایت په درېیو انتخاباتي حوزو ووېشي.

له اندېښنو او مخالفت سره سره داسې ښکاري چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په پام کې لري په غزني ولایت کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات په حوزوي ډول ترسره شي.
د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون دا پرېکړه، د انتخاباتو د قانون د ۳۶مې مادې پر خلاف بولي او په اړه‌یې اندېښنه ښودلې ده.
د دغه کمېسیون په یوې اعلامیه کې چې د چنګاښ پر ۱۰مه نېټه د دې کمېسیون د غړو له‎خوا تأیید شوې، راغلي دي چې د انتخاباتي حوزو حدود باید د انتخاباتو تر ورځې لږ تر لږه ۱۸۰ ورځې دمخه وټاکل شي.
د اعلامیې له مخې د غزني په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پرېکړه له‎دې چوکاټه وتلې ده.
د اعلامیې په بله برخه کې د انتخاباتو د قانون نه‌پلي کول، د هېواد د اساسي قانون د پنځمې او ۷۵مې مادې نقض ګڼل شوی دی، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون خپل استدلال لري.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه د روان کال د میزان یا تلې ۲۸مه نېټه ټاکلې ده.
دغه کمېسیون د چنګاښ پر ۳مه نېټه پرېکړه وکړه چې د غزني ولایت په درېیو انتخاباتي حوزو وېشي.
 
https://avapress.com/vdcbg0b89rhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته