کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جلال اباد ښار د خونړی ځانمرګي برید د تلفاتو په اړه وروستي راپور

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 سرطان 1397 ساعت 13:45

په ننګرهار ولایت کې چارواکي وایي په جلال اباد ښار کې د خونړی ځانمرګي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ننګرهار ولایت مقام د یو بیان په نشرولو سره ویلي چې مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند فامیلو سیمه کې نن سهار نږدې لس بجې پلي ځآنمرګي بریدګر د پلټنې مرکز ته څېرمه په ځآن پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې اته ملکیان او دوه امنیتي منسوبین شهیدان شوي دي .
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي او دوه امنیتي منسوبین ټپیان شوي هم دي،چې د یو تن روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی .
د ولایت مقام په وینا، د پېښې د رامنځته کېدو له امله څېرمه موټر او نږدې هټیو کې د اورلګیدو له امله مالي زیانونه هم اوښتي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.


د مطلب کود: 166865

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166865/د-جلال-اباد-ښار-خونړی-ځانمرګي-برید-تلفاتو-په-اړه-وروستي-راپور

آوا
  https://www.avapress.com