ټاکل شوې چې نن په بروکسل کې د ناټو مشرانوو دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي چې په ترڅ کې به د ناټو د قومندې پر پوځي چمتووالي، د ترهګرو ضد مبارزې او د ناټو غړو هېوادونو سهمیې په اړه خبرې اترې وشي.
د ناټو مشران تر ۲۰۲۰ وروسته د افغان ځواکونو پر مالي تمویل خبرې کوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 سرطان 1397 ساعت 10:49
ټاکل شوې چې نن په بروکسل کې د ناټو مشرانوو دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي چې په ترڅ کې به د ناټو د قومندې پر پوځي چمتووالي، د ترهګرو ضد مبارزې او د ناټو غړو هېوادونو سهمیې په اړه خبرې اترې وشي.
د ناټو مشران به همدارنګه په افغانستان کې پر خپل پوځي ماموریت او له ۲۰۲۰ کاله وروسته د افغان ځواکونو په روزنې او د هغوی پر مالي تمویل هم وغږېږي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ یې په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې په درشل کې خبریالانو ته وویل، چې شاوخوا درې زره نور روزونکي «د افغانستان» پر ماموریت ور زیات کړي دي.
سټولټنبرګ هیله څرګنده کړه چې ناټو مشرانو په دې سرمشریزه کې به تر ۲۰۲۰ میلادي کال اخوا د افغان ځواکونو د تمویل په تمدید موافقې ته ورسېږي.
نوموړی زیاته کړه، چې د ناټو مشرانو په دې مسرمشریزه کې به د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د ابتکار او د ملي یووالي حکومت د اصلاحاتو بشپړ ملاتړ په ډاګه کړي.
د ناټو عمومي منشي همداراز په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر حضور ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لباهر د ناټو حضور اړین دی تر څو دا هېواد بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځاله بدل نهشي.
د مطلب کود: 166919