کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوی اختر کې د طالبانو په وړاندی د حکومت اوربند په اړه ارګ چارواکو څرګندونې

30 سرطان 1397 ساعت 17:32

د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی چارواکي وایي، ددې احتمال شته چې حکومت یو ځل بیا د طالبانو په وړاندې اوربند اعلان کړي.



د افغانستان د دلسمشر د دفتر مرستیال هارون چخانسوري نن له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې دغه اوربند به د لوی اختر په مناسبت اعلان شي.
د ښاغلي چخانسوري په وینا، د لوی اختر په مناسبت کې د اوربند اعلان ته د لیوالتیا نښې نښانې لیدل کېږي او دغه اوربند به د خلکو او دیني عالمانو په غوښتنه اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت د اجرائیه ریاست چارواکو له دې وړاندې ویلي وو چې د روانو تاوتریخوالو د پای ته رسولو لپاره د ښه نیت څرګندولو په موخه د ملي یووالي حکومت مشران د لوی اختر په مناسبت کې د اوربند پر اعلان غور کوي.
افغان حکومت د تیر کوچني اختر په مناسبت د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷ نیټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې ورځې پورې اوربند عملي کړ.
خو وسلوالو طالبانو یوازې د کوچني اختر تر درېیمې ورځې پورې اوربند عملي کړ.
 


د مطلب کود: 167506

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167506/لوی-اختر-کې-د-طالبانو-په-وړاندی-حکومت-اوربند-اړه-ارګ-چارواکو-څرګندونې

آوا
  https://www.avapress.com