دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۲
د مطلب کود : 167506
لوی اختر کې د طالبانو په وړاندی د حکومت اوربند په اړه ارګ چارواکو څرګندونې
د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی چارواکي وایي، ددې احتمال شته چې حکومت یو ځل بیا د طالبانو په وړاندې اوربند اعلان کړي.

د افغانستان د دلسمشر د دفتر مرستیال هارون چخانسوري نن له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې دغه اوربند به د لوی اختر په مناسبت اعلان شي.
د ښاغلي چخانسوري په وینا، د لوی اختر په مناسبت کې د اوربند اعلان ته د لیوالتیا نښې نښانې لیدل کېږي او دغه اوربند به د خلکو او دیني عالمانو په غوښتنه اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت د اجرائیه ریاست چارواکو له دې وړاندې ویلي وو چې د روانو تاوتریخوالو د پای ته رسولو لپاره د ښه نیت څرګندولو په موخه د ملي یووالي حکومت مشران د لوی اختر په مناسبت کې د اوربند پر اعلان غور کوي.
افغان حکومت د تیر کوچني اختر په مناسبت د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷ نیټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې ورځې پورې اوربند عملي کړ.
خو وسلوالو طالبانو یوازې د کوچني اختر تر درېیمې ورځې پورې اوربند عملي کړ.
 
https://avapress.com/vdcaw0n6i49nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته