کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کاپیسا ولایت کې د وسلوالو طالبانو درې کسیزه ډله نیول شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 اسد 1397 ساعت 15:48

د ملي امنیت ځواکونو ځانګړې قطعې د کاپیسا ولایت د مرکز په محمود راقي ښار کې د وسلوالو طالبانو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.


د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا درې کسیزه ډله(هر یو عبدالباسط مشهور پر ساجد د سمیع الله ، کامل د فقیر شاه او محمد نسیم د محمد یاسین زامن)  د ملي امنیت د ځواکونو له خوا  په محمود راقي ښار کې نیول شوې ده.
 سرچینه وایي، دغو کسانو اعتراف کړی، چې په کاپیسا کې د طالبانو د یوه قومندان ملا نصرت په لارښوونه یي  ګڼ فعالیتونه سرته رسولي دي.


د مطلب کود: 168019

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168019/په-کاپیسا-ولایت-کې-د-وسلوالو-طالبانو-درې-کسیزه-ډله-نیول-شوې

آوا
  https://www.avapress.com