دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 168019
په کاپیسا ولایت کې د وسلوالو طالبانو درې کسیزه ډله نیول شوې
د ملي امنیت ځواکونو ځانګړې قطعې د کاپیسا ولایت د مرکز په محمود راقي ښار کې د وسلوالو طالبانو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.
د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا درې کسیزه ډله(هر یو عبدالباسط مشهور پر ساجد د سمیع الله ، کامل د فقیر شاه او محمد نسیم د محمد یاسین زامن)  د ملي امنیت د ځواکونو له خوا  په محمود راقي ښار کې نیول شوې ده.
 سرچینه وایي، دغو کسانو اعتراف کړی، چې په کاپیسا کې د طالبانو د یوه قومندان ملا نصرت په لارښوونه یي  ګڼ فعالیتونه سرته رسولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6an6o49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته