کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ۱۱۷ عملیاتونو کې ۳۹ تنه ترهګرو ته مرګژوبله اوښتی دی

3 میزان 1397 ساعت 15:03

د هیواد ملی دفاع وزارت اعلان کړي چی تیرو ۲۴ ساعتونو کې ملی اردو هوایی ځواکونه ۱۱۷ عملیاتونه د ځمکنیو ځواکونو په ملاتړ ترسره کړي چی په ترڅ کې یی ۲۳ تنه ترهګر وژل شوی او ۱۶ تنه نور ټپیان او نیول شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، دا عملیاتونه په ننګرهار، کاپیسا، غزنی، پکتیا، خوست، لوګر، قندهار، زابل، ارزګان، بادغیس، هرات، فاریاب، بغلان، سرپل، قندوز او هلمند کې ترسره شوی دی.
همدارنګه ددی عملیاتونو ترڅنګ، افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه ۱۸ مشترک عملیاتونه ترسره کړی دی.
د دفاع وزارت معلوماتو په اساس کوماندو ځواکونه هم ۱۳ هوایی عملیات پر دشمن باندی د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره کړی دی.
د دفاع وزارت اعلان کړی چی ملی اردو زړه ور منسوبین د هیواد دفاعی ځواکونه په حیث په ټول توان سره، د امنیت او آرامتیا تامین په موخه هرډول قربانی ته آماده او تروریستانو له منځه وړلو لپاره قوی اراده لری.
 


د مطلب کود: 171484

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171484/په-۱۱۷-عملیاتونو-کې-۳۹-تنه-ترهګرو-ته-مرګژوبله-اوښتی-دی

آوا
  https://www.avapress.com