دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 171484
په ۱۱۷ عملیاتونو کې ۳۹ تنه ترهګرو ته مرګژوبله اوښتی دی
د هیواد ملی دفاع وزارت اعلان کړي چی تیرو ۲۴ ساعتونو کې ملی اردو هوایی ځواکونه ۱۱۷ عملیاتونه د ځمکنیو ځواکونو په ملاتړ ترسره کړي چی په ترڅ کې یی ۲۳ تنه ترهګر وژل شوی او ۱۶ تنه نور ټپیان او نیول شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا عملیاتونه په ننګرهار، کاپیسا، غزنی، پکتیا، خوست، لوګر، قندهار، زابل، ارزګان، بادغیس، هرات، فاریاب، بغلان، سرپل، قندوز او هلمند کې ترسره شوی دی.
همدارنګه ددی عملیاتونو ترڅنګ، افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه ۱۸ مشترک عملیاتونه ترسره کړی دی.
د دفاع وزارت معلوماتو په اساس کوماندو ځواکونه هم ۱۳ هوایی عملیات پر دشمن باندی د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره کړی دی.
د دفاع وزارت اعلان کړی چی ملی اردو زړه ور منسوبین د هیواد دفاعی ځواکونه په حیث په ټول توان سره، د امنیت او آرامتیا تامین په موخه هرډول قربانی ته آماده او تروریستانو له منځه وړلو لپاره قوی اراده لری.
 
https://avapress.com/vdcaa6n6y49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته