کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

باجوه: د افغانستان سوله د سیمې لپاره حیاتي ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 دلو 1397 ساعت 18:43

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جوزف ووټل ته ویلي چې له ټولو محدودیتونو سره سره پاکستان د سیمې د سولې له ټولو هڅو سره همکارې کړې او دې کار ته به دوام ورکوي.


باجوه ویلي چې د افغانستان سوله د سیمې لپاره حیاتي ده.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفتر «ای. اېس. پي. ار» په یوه بیان کې لیکلي چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جوزف ووټل او پلاوي یې پرون په راولپنډۍ کې له باجوه سره لیدلي.
د بیان له مخې جیو ستراتېژیک مسایل، د سیمې امنیت او د افغانستان سوله او پخلاینه د بحث موضوع‌ګانې وې
 


د مطلب کود: 178290

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178290/باجوه-د-افغانستان-سوله-سیمې-لپاره-حیاتي-ده

آوا
  https://www.avapress.com