دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 178290
باجوه: د افغانستان سوله د سیمې لپاره حیاتي ده
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جوزف ووټل ته ویلي چې له ټولو محدودیتونو سره سره پاکستان د سیمې د سولې له ټولو هڅو سره همکارې کړې او دې کار ته به دوام ورکوي.
باجوه ویلي چې د افغانستان سوله د سیمې لپاره حیاتي ده.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفتر «ای. اېس. پي. ار» په یوه بیان کې لیکلي چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جوزف ووټل او پلاوي یې پرون په راولپنډۍ کې له باجوه سره لیدلي.
د بیان له مخې جیو ستراتېژیک مسایل، د سیمې امنیت او د افغانستان سوله او پخلاینه د بحث موضوع‌ګانې وې
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcco4qsx2bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته