دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 149454
باجوه: نشو کولای د افغانستان جګړه په پاکستان کې مخ ته یوسو

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وایي، د افغانستان د ملاتړ په برخه کې یې هېواد تراوسه له خپلې وسې زیاته مرسته کړې خو د دې هېواد لپاره جګړه په خپله خاوره کې نه‎شي کولی.

جنرال قمر جاودید باجوه زیاته کړه: "موږ له خپله وسه او ظرفیتونو زیات د افغانستان ملاتړ وکړ خو نشو کولای د افغانستان جګړه په پاکستان کې مخ ته یوسو. موږ د زړه له کومې له افغانستان سره د خبرو او سولې هڅه کړې خو په هر صورت افغانستان یو خپلواکه هېواد دی چې خپلې پریکړې په خپله کوي."

جنرال قمرجاودید باجوه دا څرګندونۍ پرون په راولپنډۍ کې د دفاع د ورځې د لمانځلو په مناسبت مراسمو ته د وینا په ترڅ کې وکړې.

هغه وویل، د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې یې هېواد ډېره قرباني ورکړې او نړۍ په تیره بیا د امریکا متحده ایالات باید د دغې قربانۍ قدر وکړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز دغه څرګندونې وروسته تر دې کوي چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د افغانستان او سیمې لپاره د خپلې نوې ستراتیژۍ د اعلان پر مهال پاکستان د هغو ترهګرو او سخت دریځو ډلو په ملاتړ تورن کړ چې د ده په وینا په افغانستان کې د امریکا پر ګټو حملې کوي.

ډونالډ ټرمپ ویلي چې نور دغه وضعیت نشي زغملی.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز دغه راز وویل چې له متحدو ایالاتو سره د اړیکوپه اړه د خلکو احساسات روښانه دي او هغه دا چې دوی له امریکا مرسته نه غواړي بلکه د درناوي او اعتماد تمه ترې کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpoqs02bq008.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته