کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان درزاب ولسوالی کې دری مخابراتی پایو ته اور ورپوری کړي دی

13 جدی 1398 ساعت 17:27

 
جوزجان ولایت کې سرچینی وایی چی طالبان اتصالات، ام تی ان او روشن شرکتونو دری پایو ته درزاب ولسوالی کې اور اچولی دی.



آوا خبرګزاری- بلخ: معروف آذر د جوزجان ولایت والی ویاند وایی چی طالبان تیره ورځ(۱۲ جدی) د اتصالات، ام تی ان او روشن شرکتونو پایو ته درزاب ولسوالی کې اور اچولی دی او هغوی ټول تخنیکی وسایل هم د ځان سره وړی دی.
ښاغلی آذر وویل چی طالبان ددی شبکو آنتنونو سوځولو سره نه یواځی درزآب ولسوالی خلګو ته مشکل رامنځته کړه بلکه د قوش تپه ولسوالی اوسیدونکې هم زیان لیدلی دی.
هغه همدارنګه وویل چی طالبان قصد درلود ملکی روغتون په دی ولسوالی کې هم وسوځوی چی د سیمی مشرانو په منځګړیتوب سره دا کار ونه کړ.
د درزاب ولسوالی سه شنبه ۱۰ جدی په پوره توګه طالبانو تصرف لاندی ورغلی وو او ټول امنیتی او دفاعی ځواکونه د درزاب ولسوالی تپه آنتن سیمی څخه په پوره توګه شبرغان ښار ته لیږدول شوی دی.
 


د مطلب کود: 199555

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199555/طالبان-درزاب-ولسوالی-کې-دری-مخابراتی-پایو-ته-اور-ورپوری-کړي-دی

آوا
  https://www.avapress.com