دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۷
د مطلب کود : 199555
طالبان درزاب ولسوالی کې دری مخابراتی پایو ته اور ورپوری کړي دی
  جوزجان ولایت کې سرچینی وایی چی طالبان اتصالات، ام تی ان او روشن شرکتونو دری پایو ته درزاب ولسوالی کې اور اچولی دی.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری- بلخ: معروف آذر د جوزجان ولایت والی ویاند وایی چی طالبان تیره ورځ(۱۲ جدی) د اتصالات، ام تی ان او روشن شرکتونو پایو ته درزاب ولسوالی کې اور اچولی دی او هغوی ټول تخنیکی وسایل هم د ځان سره وړی دی.
ښاغلی آذر وویل چی طالبان ددی شبکو آنتنونو سوځولو سره نه یواځی درزآب ولسوالی خلګو ته مشکل رامنځته کړه بلکه د قوش تپه ولسوالی اوسیدونکې هم زیان لیدلی دی.
هغه همدارنګه وویل چی طالبان قصد درلود ملکی روغتون په دی ولسوالی کې هم وسوځوی چی د سیمی مشرانو په منځګړیتوب سره دا کار ونه کړ.
د درزاب ولسوالی سه شنبه ۱۰ جدی په پوره توګه طالبانو تصرف لاندی ورغلی وو او ټول امنیتی او دفاعی ځواکونه د درزاب ولسوالی تپه آنتن سیمی څخه په پوره توګه شبرغان ښار ته لیږدول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcjiheviuqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته