کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غلا او وژنو تور تم او کابلیان

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 جوزا 1399 ساعت 15:04

وروستیو کلونو کې کابل میشتي جنايي پېښو په ځانګړې توګه غلا او وژنو دومره کړولي، چې ښايي شل کلنې جګړې نه وي هغه کړي.


وروسیتو څو کلونو کې د کابل ښار کوڅې او واټونه کله هم بې له جنايي پېښو نه دي لیدل شوي، خو وروستیو ورځو کې یې یو ځل بیا زور اخیستی.
کورنیو چارو وزارت وايي، چې یواځې د دوو ورځو په اوږدو کې یې ۲۳ کسان چې جنايي پېښې لکه غلا او وژنې یې ترسره کړي، نیولي دي.
یاد وزارت نن ( سبه شنبې غبرګولې ۲۷ ) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه یې ۲۳ تنه چې بېلا بېل جنايي جرمونه یې ترسره کړي نیولي دي.
ډېری دغه کسان د غلا، وژنې او ټپي کېدو په تور نیول شوي، چې له ډېرو څخه یې یو شمېر وسلې هم لاسته راغلي دي.


د مطلب کود: 212249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212249/د-غلا-او-وژنو-تور-تم-کابلیان

آوا
  https://www.avapress.com