وروسیتو څو کلونو کې د کابل ښار کوڅې او واټونه کله هم بې له جنايي پېښو نه دي لیدل شوي، خو وروستیو ورځو کې یې یو ځل بیا زور اخیستی.
کورنیو چارو وزارت وايي، چې یواځې د دوو ورځو په اوږدو کې یې ۲۳ کسان چې جنايي پېښې لکه غلا او وژنې یې ترسره کړي، نیولي دي.
یاد وزارت نن ( سبه شنبې غبرګولې ۲۷ ) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه یې ۲۳ تنه چې بېلا بېل جنايي جرمونه یې ترسره کړي نیولي دي.
ډېری دغه کسان د غلا، وژنې او ټپي کېدو په تور نیول شوي، چې له ډېرو څخه یې یو شمېر وسلې هم لاسته راغلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)