کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوست کې پر یوه کور د هاوان لګېدو پنځه ته ماشومان وژلي

د صدای افغان خبری آژانس , 7 سرطان 1399 ساعت 18:20

په خوست ولایت کې د ولسي وګړي پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پایله کې پنځه تنه ماشومان وژل شوي دي.



د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي چې دا پېښه د جمعې ورځې پر مازدیګر شوې چې دا هاوان د طالبانو له خوا توغول شوی دیاو د دغې ولسوالۍ په دومنده کلي کې لګېدلی دی.
په دغې پېښه کې څلور ولسي وګړي ټپيان شوي هم دي چې د درملنې لپاره روغتون ته استول شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له لوري د سولې د هڅو سربیره د هېواد په ځينو برخو کې تاوتریخوالي زیاتوالی موندلی.
د امنیتي ځواکونو د شمېرو پربنسټ چې د جمعې په ورځ خپرې شوي، په یوې شپه او ورځ کې (پنجشنبې) د طالبانو د بریدونو په پایله کې د دولتي ځواکونو ۱۵ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي او ۱۴ تنه نور ټپيان دي.
 


د مطلب کود: 213124

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213124/خوست-کې-پر-یوه-کور-د-هاوان-لګېدو-پنځه-ته-ماشومان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com