دخپریدو نیټه :شنبه ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۲۰
د مطلب کود : 213124
خوست کې پر یوه کور د هاوان لګېدو پنځه ته ماشومان وژلي
په خوست ولایت کې د ولسي وګړي پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پایله کې پنځه تنه ماشومان وژل شوي دي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي چې دا پېښه د جمعې ورځې پر مازدیګر شوې چې دا هاوان د طالبانو له خوا توغول شوی دیاو د دغې ولسوالۍ په دومنده کلي کې لګېدلی دی.
په دغې پېښه کې څلور ولسي وګړي ټپيان شوي هم دي چې د درملنې لپاره روغتون ته استول شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له لوري د سولې د هڅو سربیره د هېواد په ځينو برخو کې تاوتریخوالي زیاتوالی موندلی.
د امنیتي ځواکونو د شمېرو پربنسټ چې د جمعې په ورځ خپرې شوي، په یوې شپه او ورځ کې (پنجشنبې) د طالبانو د بریدونو په پایله کې د دولتي ځواکونو ۱۵ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي او ۱۴ تنه نور ټپيان دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcirpar5t1azz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته