کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډنمارک له افغانستان سره ۲.۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه

22 سرطان 1401 ساعت 8:31

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې (OCHA) د ډنمارک ۲.۵ ډالرو مرسته د افغانستان سره اعلان کړه.


آوا - کابل: اوچا وايي، دغه مرستې به په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ولګول شي.
 
په افغانستان کې د پخواني رژیم له نسکورېدو او د اسلامي امارت له واکمنۍ سره د نړیوالې ټولنې مرستې بندې شوې او په هېواد کې فقر او بېکاري خپل اوج ته رسېدلې.
 
د غیر رسمي شمېرو له مخې، په هېواد کې ۲۵.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او له ۹۰ سلنې څخه زیات وګړي د فقر تر کرښې لاندې دي.


د مطلب کود: 255570

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255570/ډنمارک-له-افغانستان-سره-۲-۵-میلیونه-ډالره-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com