دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۱
د مطلب کود : 255570
ډنمارک له افغانستان سره ۲.۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې (OCHA) د ډنمارک ۲.۵ ډالرو مرسته د افغانستان سره اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: اوچا وايي، دغه مرستې به په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ولګول شي.
 
په افغانستان کې د پخواني رژیم له نسکورېدو او د اسلامي امارت له واکمنۍ سره د نړیوالې ټولنې مرستې بندې شوې او په هېواد کې فقر او بېکاري خپل اوج ته رسېدلې.
 
د غیر رسمي شمېرو له مخې، په هېواد کې ۲۵.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او له ۹۰ سلنې څخه زیات وګړي د فقر تر کرښې لاندې دي.
https://avapress.com/vdcjaie8yuqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته