کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي دفاع سرپرست وزیر د ډیورنډ فرضي کرښې له نقطو څخه لیدنه وکړه

30 سرطان 1401 ساعت 11:35

د هېواد د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې څخه لیدنه وکړه.


آوا - کابل: د منصوری قول اردو په یوه بیان کې د ملی دفاع سرپرست وزیر په حواله ویلی چې اسلامی امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړی او له هغوی څخه د ښه چلند او ښو اړیکو غوښتنه کوی.
 
مولوي یعقوب د دې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان د بل چا په خاوره تېری نه کوي او نور چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان پر خاوره تېری وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د ډيورنډ فرضي کرښه، چې کلونه وړاندې د برتانوي ښکېلاکګرو لخوا طرحه شوې وه، تل د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجې موضوع وه او ډېرى کارپوهان د ډيورنډ کرښه په افغانستان کې د پاکستان د مداخلو اصلي لامل ګڼي.
 


د مطلب کود: 255971

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255971/د-ملي-دفاع-سرپرست-وزیر-ډیورنډ-فرضي-کرښې-له-نقطو-څخه-لیدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com