دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 255971
د ملي دفاع سرپرست وزیر د ډیورنډ فرضي کرښې له نقطو څخه لیدنه وکړه
د هېواد د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې څخه لیدنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د منصوری قول اردو په یوه بیان کې د ملی دفاع سرپرست وزیر په حواله ویلی چې اسلامی امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړی او له هغوی څخه د ښه چلند او ښو اړیکو غوښتنه کوی.
 
مولوي یعقوب د دې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان د بل چا په خاوره تېری نه کوي او نور چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان پر خاوره تېری وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د ډيورنډ فرضي کرښه، چې کلونه وړاندې د برتانوي ښکېلاکګرو لخوا طرحه شوې وه، تل د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجې موضوع وه او ډېرى کارپوهان د ډيورنډ کرښه په افغانستان کې د پاکستان د مداخلو اصلي لامل ګڼي.
 
https://avapress.com/vdcefn8wzjh8noi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته