کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسي جوړوي

29 اسد 1401 ساعت 10:29

دبهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي دي چې اسلامي امارت داسې بهرنۍ پالیسي جوړوي چې مرکز یې په بې طرفۍ او په اقتصادي پرمختګ تکیه وي.


آوا: د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی وايي، چې د ده تر قوماندې لاندې وزارت د افغانستان بهرنۍ پالیسي جوړوي.
 
هغه وویل چې افغان حکومت له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ټینګول غواړي.
 
متقي زياته کړه: د افغانستان د موقت حکومت د بهرنيو چارو وزارت له نړۍ سره د اړيکو په ټينګولو کې مهمې لاسته راوړنې لري.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړه، چې افغان حکومت له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ټینګول غواړي او له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي، چې افغانانو ته د نورو هېوادونو په څېر د ښه ژوند کولو اجازه ورکړي.
 
متقي دې ته په اشارې سره چې له افغان حکومت څخه د خلکو ملاتړ د خلکو مشروعیت څرګندوي او دغه مشروعیت ته باید د نړیوالې ټولنې درناوی وشي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له دې مخکې هم ټینګار کړی و، چې پر افغانستان بندیزونه هېڅ نتیجه نه لري او ویلي یې دي، چې د افغانستان د اوسني حکومت بهرنۍ تګلاره بې طرفه او پر اقتصاد ولاړه ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له جوړېدو یو کال تېرېږي، تراوسه هېڅ هېواد دغه حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. له بلې خوا، د لویدیځ بندیزونه او د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو د زیرمو بندول د هیواد اقتصاد ډیر فشار راوړی دی.
 


د مطلب کود: 257354

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257354/حکومت-اقتصاد-محوره-بهرنۍ-پالیسي-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com