دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 257354
حکومت اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسي جوړوي
دبهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي دي چې اسلامي امارت داسې بهرنۍ پالیسي جوړوي چې مرکز یې په بې طرفۍ او په اقتصادي پرمختګ تکیه وي.
افغان غږ خبری آژانس: د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی وايي، چې د ده تر قوماندې لاندې وزارت د افغانستان بهرنۍ پالیسي جوړوي.
 
هغه وویل چې افغان حکومت له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ټینګول غواړي.
 
متقي زياته کړه: د افغانستان د موقت حکومت د بهرنيو چارو وزارت له نړۍ سره د اړيکو په ټينګولو کې مهمې لاسته راوړنې لري.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړه، چې افغان حکومت له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ټینګول غواړي او له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي، چې افغانانو ته د نورو هېوادونو په څېر د ښه ژوند کولو اجازه ورکړي.
 
متقي دې ته په اشارې سره چې له افغان حکومت څخه د خلکو ملاتړ د خلکو مشروعیت څرګندوي او دغه مشروعیت ته باید د نړیوالې ټولنې درناوی وشي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له دې مخکې هم ټینګار کړی و، چې پر افغانستان بندیزونه هېڅ نتیجه نه لري او ویلي یې دي، چې د افغانستان د اوسني حکومت بهرنۍ تګلاره بې طرفه او پر اقتصاد ولاړه ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له جوړېدو یو کال تېرېږي، تراوسه هېڅ هېواد دغه حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. له بلې خوا، د لویدیځ بندیزونه او د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو د زیرمو بندول د هیواد اقتصاد ډیر فشار راوړی دی.
 
https://avapress.com/vdcbszb5arhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته