کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په زابل کې سېلابونو ۴۰ تنه مړه او ټپیان کړل

1 سنبله 1401 ساعت 9:24

د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله ۳۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.


آوا: په زابل کې د اسلامي امارت له طبیعي پیښو سره د مبارزې رئیس مولوي راز محمد وايي، سیلابونو تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه په نوبهار او دایچوپان ولسوالیو کې اړولي دي.
 
د هغه په ​​وينا، د سېلابونو له امله لس زره جريبه کرنيزه ځمکه هم ويجاړه شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې له زيانمنو سره د مرستې لړۍ روانه ده او تر اوسه له څه باندې ٢٦٠٠ کورنيو سره مرسته شوې ده.
 
د تېرې اوونۍ په وروستیو کې او د دې اوونۍ په پیل کې د لوګر، پکتیا او نورستان په ګډون یو شمېر ولایتونه د سختو سېلابونو شاهد وو. په دغو سېلابونو کې لسګونه کسان وژل شوي او ستر زيانونه يې اړولي دي.
 


د مطلب کود: 257483

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257483/په-زابل-کې-سېلابونو-۴۰-تنه-مړه-او-ټپیان-کړل

آوا
  https://www.avapress.com