دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 257483
په زابل کې سېلابونو ۴۰ تنه مړه او ټپیان کړل
د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله ۳۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: په زابل کې د اسلامي امارت له طبیعي پیښو سره د مبارزې رئیس مولوي راز محمد وايي، سیلابونو تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه په نوبهار او دایچوپان ولسوالیو کې اړولي دي.
 
د هغه په ​​وينا، د سېلابونو له امله لس زره جريبه کرنيزه ځمکه هم ويجاړه شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې له زيانمنو سره د مرستې لړۍ روانه ده او تر اوسه له څه باندې ٢٦٠٠ کورنيو سره مرسته شوې ده.
 
د تېرې اوونۍ په وروستیو کې او د دې اوونۍ په پیل کې د لوګر، پکتیا او نورستان په ګډون یو شمېر ولایتونه د سختو سېلابونو شاهد وو. په دغو سېلابونو کې لسګونه کسان وژل شوي او ستر زيانونه يې اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdcevf8wxjh8nei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته