کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تخار په آسمان کې بې پیلوټه الوتکې ګزمې؛ هیڅ ځای نه دی په نښه شوی

12 سنبله 1401 ساعت 10:03

په داسي حال کي چي د تخار په ولسوالیو کې د هوايي بریدونو خبرونه ورکول کېږي، د دې ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، بې پیلوټه الوتکې ګزمې کوي؛ خو هیڅ ځای نه دی په نښه کړی.


آوا - مزارشریف: د تخار ولایت عامه سرچینو ویلی چې د سنبلې د میاشتې په ۱۱ مه نیټه بې پیلوټه الوتکو د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین او درقد ولسوالیو تر منځ په پوله د کټکجر او کهنه شاخ په کلیو کې څو هدفونه په نښه کړل، خو سيمه ييزو چارواکو د بې پيلوټه الوتکې ګزمه تاييد کړ او ويې ويل چې په دغه ولايت کې کوم ځاى په نښه شوى نه دى.
 
انصارالله انصاري; د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس آوا ته وويل: د بې پيلوټه الوتکو ګزمه تاييدوو، خو پر کوم هدف برید نه دی شوی.
 
انصاري په دې اړه څه ونه ويل، چې دغه بې پيلوټه الوتکه د کوم هېواد ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې پر کابل د امریکا له هوايي برید وروسته، چې د ایمن الظواهري ادعا د القاعدې مشر وژل کیدو ادعا شوی وه، د هېواد په آسمان کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې دي.
 
ملا یعقوب مجاهد؛ د دفاع وزیر وايي چې دغه امریکايي الوتکې له پاکستان څخه افغانستان ته ننوځي. په ځواب کې پاکستان د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرو د کارونې د بندېدو غوښتنه وکړه.
 


د مطلب کود: 258005

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258005/د-تخار-په-آسمان-کې-بې-پیلوټه-الوتکې-ګزمې-هیڅ-ځای-نه-دی-نښه-شوی

آوا
  https://www.avapress.com