دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 258005
د تخار په آسمان کې بې پیلوټه الوتکې ګزمې؛ هیڅ ځای نه دی په نښه شوی
په داسي حال کي چي د تخار په ولسوالیو کې د هوايي بریدونو خبرونه ورکول کېږي، د دې ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، بې پیلوټه الوتکې ګزمې کوي؛ خو هیڅ ځای نه دی په نښه کړی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د تخار ولایت عامه سرچینو ویلی چې د سنبلې د میاشتې په ۱۱ مه نیټه بې پیلوټه الوتکو د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین او درقد ولسوالیو تر منځ په پوله د کټکجر او کهنه شاخ په کلیو کې څو هدفونه په نښه کړل، خو سيمه ييزو چارواکو د بې پيلوټه الوتکې ګزمه تاييد کړ او ويې ويل چې په دغه ولايت کې کوم ځاى په نښه شوى نه دى.
 
انصارالله انصاري; د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس افغان غږ خبری آژانس ته وويل: د بې پيلوټه الوتکو ګزمه تاييدوو، خو پر کوم هدف برید نه دی شوی.
 
انصاري په دې اړه څه ونه ويل، چې دغه بې پيلوټه الوتکه د کوم هېواد ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې پر کابل د امریکا له هوايي برید وروسته، چې د ایمن الظواهري ادعا د القاعدې مشر وژل کیدو ادعا شوی وه، د هېواد په آسمان کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې دي.
 
ملا یعقوب مجاهد؛ د دفاع وزیر وايي چې دغه امریکايي الوتکې له پاکستان څخه افغانستان ته ننوځي. په ځواب کې پاکستان د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرو د کارونې د بندېدو غوښتنه وکړه.
 
https://avapress.com/vdcfxcd0tw6dtxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته