کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک ۱۲ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

8 عقرب 1401 ساعت 10:55

مرکزي بانک د ملي اسعارو د ارزښت د ساتلو په موخه د ۱۲ میلیونو ډالرو د لیلام اعلان وکړ.


آوا: دغه بانک تېره شپه (عقرب ۷) اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ (عقرب ۸) به ۱۲ میلیونه ډالره د لیلام له لارې وپلوري.
 
مرکزي بانک د وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې پدې داوطلبۍ کې برخه واخلي او د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه لغوه کړي.
 
مرکزي بانک ویلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې په ټاکلې موده کې یو ځل خپل پور په نغدو پیسو مرکزي بانک ته وسپاري.
 


د مطلب کود: 260302

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260302/مرکزي-بانک-۱۲-میلیونه-ډالر-بازار-ته-وړاندې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com