افغان غږ خبری آژانس: دغه بانک تېره شپه (عقرب ۷) اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ (عقرب ۸) به ۱۲ میلیونه ډالره د لیلام له لارې وپلوري.
مرکزي بانک د وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې پدې داوطلبۍ کې برخه واخلي او د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه لغوه کړي.
مرکزي بانک ویلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې په ټاکلې موده کې یو ځل خپل پور په نغدو پیسو مرکزي بانک ته وسپاري.