کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې د سپکو او درنو وسلو د قاچاق مخه ونیول شوه

17 دلو 1401 ساعت 14:08

د ۲۰۵ البدر قول اردو د درېيمې سرحدي لوا کشفي چارواکي وايي، چې د کندهار د سپين بولدک او شورابک ولسواليو تر منځ د سرو سهن په سيمه کې يې پاکستان ته د زياتو سپکو او درنو وسلو د قاچاق مخه نيولې ده.


آوا: په کندهار کې امنیتي چارواکي وايي، د ملي اردو د ۲۰۵ البدر قول اردو د دریمې سرحدي لوا د کشفي عملیاتو په ترڅ کې درې میله درنې روسۍ وسلې، دوه میله ماشیندارې، ۴۰۰۰ مرمۍ د امریکايي درندو وسلو ۲۵ مرمۍ، لاسي بمونه (m203) او یو شمیر نور نظامي توکي د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
 
د دوى په وينا، دغه وسلې په داسې حال کې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې، چې د قاچاق وړونکو له خوا پاکستان ته لېږدول کېدې.
 
د چارواکو په وینا، دغه کشف شوي وسلي اوس مهال د البدر قول اردو د کشفي مدیریت د مسئولینو په لاس کې دي.
 


د مطلب کود: 265015

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265015/په-کندهار-کې-د-سپکو-او-درنو-وسلو-قاچاق-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com