دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 265015
په کندهار کې د سپکو او درنو وسلو د قاچاق مخه ونیول شوه
د ۲۰۵ البدر قول اردو د درېيمې سرحدي لوا کشفي چارواکي وايي، چې د کندهار د سپين بولدک او شورابک ولسواليو تر منځ د سرو سهن په سيمه کې يې پاکستان ته د زياتو سپکو او درنو وسلو د قاچاق مخه نيولې ده.
افغان غږ خبری آژانس: په کندهار کې امنیتي چارواکي وايي، د ملي اردو د ۲۰۵ البدر قول اردو د دریمې سرحدي لوا د کشفي عملیاتو په ترڅ کې درې میله درنې روسۍ وسلې، دوه میله ماشیندارې، ۴۰۰۰ مرمۍ د امریکايي درندو وسلو ۲۵ مرمۍ، لاسي بمونه (m203) او یو شمیر نور نظامي توکي د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
 
د دوى په وينا، دغه وسلې په داسې حال کې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې، چې د قاچاق وړونکو له خوا پاکستان ته لېږدول کېدې.
 
د چارواکو په وینا، دغه کشف شوي وسلي اوس مهال د البدر قول اردو د کشفي مدیریت د مسئولینو په لاس کې دي.
 
https://avapress.com/vdcezn8wnjh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته