کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امنیتي چارواکي: د کابل په چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې

2 حوت 1401 ساعت 12:46

د کابل امنیتي چارواکو د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د نننۍ چاودنې خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.


آوا - کابل: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، نن سهار شاوخوا ۱۰:۴۰ بجې د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې پر یوه ټویوټا هیلکس موټر باندي د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې چا ته زيان نه دى اوښتى.
 
ده وويل چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
 
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چاودنه د افغانستان د دفاع وزارت ته څېرمه شوې ده.
 


د مطلب کود: 265833

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265833/امنیتي-چارواکي-د-کابل-په-چاودنه-کې-چاته-مرګ-ژوبله-نه-ده-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com