دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۶
د مطلب کود : 265833
امنیتي چارواکي: د کابل په چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې
د کابل امنیتي چارواکو د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د نننۍ چاودنې خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، نن سهار شاوخوا ۱۰:۴۰ بجې د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې پر یوه ټویوټا هیلکس موټر باندي د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې چا ته زيان نه دى اوښتى.
 
ده وويل چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
 
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چاودنه د افغانستان د دفاع وزارت ته څېرمه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcc1pqi12bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته