کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند له افغانستان سره ۲۰ زره متریک ټنه غنم مرسته وکړه

اریانا نیوز , 18 حوت 1401 ساعت 11:22

د هند د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې د خواړو نړیوال پروګرام له لارې یې له افغانستان سره ۲۰ زره متریک ټنه غنم مرسته کړې ده.


آوا - مانیتورینګ: د هند د بهرنیو چارو وزارت سې شنبه (حوت ۱۶) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې هند د دې مرستې په اړه څرګندونې د افغانستان په اړه د منځنۍ آسیا هېوادونو له استازیو سره په ګډه غونډه کې  کړې دي.
 
هندي چارواکو ویلي، چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام له لارې افغانستان ته ورکړ شي، چې د ایران د چابهار بندر له لارې به افغانستان ته ولېږدول شي.
 
هند په تېرو ديارلس کلونو کې د افغانستان يو له مرسته کوونکیو څخه و او د افغانستان اسلامي امارت له واکمنۍ سره سم يې له دغه هېواد سره څه دپاسه پنځوس زره ټنه غنم مرسته کړې ده.
 


د مطلب کود: 266662

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266662/هند-له-افغانستان-سره-۲۰-زره-متریک-ټنه-غنم-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com