دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 266662
هند له افغانستان سره ۲۰ زره متریک ټنه غنم مرسته وکړه
د هند د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې د خواړو نړیوال پروګرام له لارې یې له افغانستان سره ۲۰ زره متریک ټنه غنم مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ: د هند د بهرنیو چارو وزارت سې شنبه (حوت ۱۶) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې هند د دې مرستې په اړه څرګندونې د افغانستان په اړه د منځنۍ آسیا هېوادونو له استازیو سره په ګډه غونډه کې  کړې دي.
 
هندي چارواکو ویلي، چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام له لارې افغانستان ته ورکړ شي، چې د ایران د چابهار بندر له لارې به افغانستان ته ولېږدول شي.
 
هند په تېرو ديارلس کلونو کې د افغانستان يو له مرسته کوونکیو څخه و او د افغانستان اسلامي امارت له واکمنۍ سره سم يې له دغه هېواد سره څه دپاسه پنځوس زره ټنه غنم مرسته کړې ده.
 
سرچينه : اریانا نیوز
https://avapress.com/vdcd990xxyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته