کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې ترافیکي پېښې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

22 حوت 1401 ساعت 11:43

د هرات د حوزوي روغتون مسئولین وايي، چې د هرات - کابل پر لویه لار د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.


آوا - هرات: د هرات د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر محمد عارف جلالي وايي، چې د یکشنبې په ورځ ماسپښین یو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر د هرات په اب خرما سیمه کې چپه شو چې له امله يي ۳۸ تنه ټپیان او یو تن مړ شوی دی.
 
ده وويل چې د دغه موټر مسافرين يې له کابل څخه هرات ته روان وو.
 
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب هم زیاته کړه: په دې ټپیانو کې ۲۷ نارینه، ۳ ماشومان او ۸ ښځې شاملې دي.
 
د هغه په ​​وينا، له دغو ټپيانو څخه د ٨ تنو روغتيايي حالت نازک دى.
 
د هرات - کابل لویه لار د هېواد په لوېدیځ کې یو له ګڼې ګوڼې ډک سړک دی، چې هره ورځ پر دې لویه لاره زرګونه مسافر او بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي، چې وخت په وخت د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، ستړیا، بې خوبۍ، د ترافیکي قوانینو سره د سمې پېژندنې نشتوالی او د موټر چلولو له امله خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.
 


د مطلب کود: 266872

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266872/هرات-کې-ترافیکي-پېښې-لسګونه-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com