دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 266872
هرات کې ترافیکي پېښې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د هرات د حوزوي روغتون مسئولین وايي، چې د هرات - کابل پر لویه لار د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر محمد عارف جلالي وايي، چې د یکشنبې په ورځ ماسپښین یو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر د هرات په اب خرما سیمه کې چپه شو چې له امله يي ۳۸ تنه ټپیان او یو تن مړ شوی دی.
 
ده وويل چې د دغه موټر مسافرين يې له کابل څخه هرات ته روان وو.
 
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب هم زیاته کړه: په دې ټپیانو کې ۲۷ نارینه، ۳ ماشومان او ۸ ښځې شاملې دي.
 
د هغه په ​​وينا، له دغو ټپيانو څخه د ٨ تنو روغتيايي حالت نازک دى.
 
د هرات - کابل لویه لار د هېواد په لوېدیځ کې یو له ګڼې ګوڼې ډک سړک دی، چې هره ورځ پر دې لویه لاره زرګونه مسافر او بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي، چې وخت په وخت د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، ستړیا، بې خوبۍ، د ترافیکي قوانینو سره د سمې پېژندنې نشتوالی او د موټر چلولو له امله خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.
 
https://avapress.com/vdcgu39xxak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته