کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تازه خبر / په کابل کې چاودنه

7 حمل 1402 ساعت 13:59

یو شمېر کابل ښاریانو د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د چاودنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په چاودنه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: دغه شمیر ښاریانو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې چاودنه نن ماسپښین شاوخوا ۱:۰۰ بجې شوې ده.
 
دوی دا هم لیکلي چې د ټپیانو د لېږد لپاره امبولانسونه رسېدلي دي.
 
د چاودنې نوعیت او په پایله کې مرګ ژوبله تر اوسه معلومه نه ده او امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 267459

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267459/تازه-خبر-په-کابل-کې-چاودنه

آوا
  https://www.avapress.com