دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 267459
تازه خبر / په کابل کې چاودنه
یو شمېر کابل ښاریانو د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د چاودنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په چاودنه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه شمیر ښاریانو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې چاودنه نن ماسپښین شاوخوا ۱:۰۰ بجې شوې ده.
 
دوی دا هم لیکلي چې د ټپیانو د لېږد لپاره امبولانسونه رسېدلي دي.
 
د چاودنې نوعیت او په پایله کې مرګ ژوبله تر اوسه معلومه نه ده او امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdciwyar3t1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته