کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار ښار کې تاریخ تیره درمل وسوځول شول

4 سرطان 1402 ساعت 11:29

د کندهار ښاروالۍ په دغه ولایت کې د تاریخ تیره درملو د څلورو کانټینرونو د کشف او سوځولو خبر ورکوي.


آوا - کندهار: د کندهار ښاروالۍ د چارواکو په وینا، پرون (شنبه، سرطان ۳) د دغه ولایت ښاروالۍ د امنیه قوماندانۍ او ملکي چارو کمېسیون په همکارۍ د دغه ولایت په درېیمه ناحیه کې د تاریخ تیره درملو څلور کانټینرونه کشف کړل.
 
ويل کيږي چې دغه درمل په نويو پوښونو کې ځاى پرځاى شوي وو او نوې نيټه پرې ليکل شوې وه چې کشف او د محکمې په حکم وسوځول شول.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د بلخ ولايت په مرکز او يو شمېر نورو سيمو کې د ښاروالۍ د ادارې له لوري په زياته اندازه مسالې او خوراکي توکي سوځول شوي دي.
 


د مطلب کود: 272308

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272308/په-کندهار-ښار-کې-تاریخ-تیره-درمل-وسوځول-شول

آوا
  https://www.avapress.com