دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 272308
په کندهار ښار کې تاریخ تیره درمل وسوځول شول
د کندهار ښاروالۍ په دغه ولایت کې د تاریخ تیره درملو د څلورو کانټینرونو د کشف او سوځولو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د کندهار ښاروالۍ د چارواکو په وینا، پرون (شنبه، سرطان ۳) د دغه ولایت ښاروالۍ د امنیه قوماندانۍ او ملکي چارو کمېسیون په همکارۍ د دغه ولایت په درېیمه ناحیه کې د تاریخ تیره درملو څلور کانټینرونه کشف کړل.
 
ويل کيږي چې دغه درمل په نويو پوښونو کې ځاى پرځاى شوي وو او نوې نيټه پرې ليکل شوې وه چې کشف او د محکمې په حکم وسوځول شول.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د بلخ ولايت په مرکز او يو شمېر نورو سيمو کې د ښاروالۍ د ادارې له لوري په زياته اندازه مسالې او خوراکي توکي سوځول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdchvini623nqxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته