کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا: د بودیجې نشتوالي په افغانستان کې ۱۶ زره ماشومان له زده کړو بې برخې کړي

18 اسد 1402 ساعت 11:25

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر (OCHA) د دغه سازمان د بودیجې د کموالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې له دې سره به په افغانستان کې تر ۱۶۶۰۰ ډېر ماشومان له زده کړو بې برخې شي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله به د ۲۰۲۳ کال تر اکتوبر میاشتې پورې د ټولنې ۳۳۰۰ ښوونیز ټولګي بند شي.
 
اوچا وويل، چې د دې ټولګيو په لغوه کېدو سره به څه باندې ١٦٦٠٠ زده کوونکي، چې ٥٢ سلنه يې نجونې دي، له زده کړو بې برخې شي.
 
د ملګرو ملتونو دې ادارې دا هم ویلي، چې په ۸۰۰ سیمه ییزو ښوونځیو کې د بودیجې نشتوالی به د ۸۰ زره ماشومانو د تعلیمي چاپېریال پر کیفیت اغېز وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د بوديجې نشتوالى له اړمنو سره د مرستو پر بهير جدي اغېز کړى دى.
 
د OCHA د راپور له مخې چې څه موده وړاندې خپور شو، د خوړو نړیوال پروګرام اته میلیونه هغو خلکو ته چې د بودیجې د نشتوالي له امله د خوړو له خوندیتوب سره مخ وو، خوراکي مرستې په بشپړه توګه بندې کړې دي.
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۲۸.۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 274531

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274531/اوچا-د-بودیجې-نشتوالي-په-افغانستان-کې-۱۶-زره-ماشومان-له-زده-کړو-بې-برخې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com