دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 274531
اوچا: د بودیجې نشتوالي په افغانستان کې ۱۶ زره ماشومان له زده کړو بې برخې کړي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر (OCHA) د دغه سازمان د بودیجې د کموالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې له دې سره به په افغانستان کې تر ۱۶۶۰۰ ډېر ماشومان له زده کړو بې برخې شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله به د ۲۰۲۳ کال تر اکتوبر میاشتې پورې د ټولنې ۳۳۰۰ ښوونیز ټولګي بند شي.
 
اوچا وويل، چې د دې ټولګيو په لغوه کېدو سره به څه باندې ١٦٦٠٠ زده کوونکي، چې ٥٢ سلنه يې نجونې دي، له زده کړو بې برخې شي.
 
د ملګرو ملتونو دې ادارې دا هم ویلي، چې په ۸۰۰ سیمه ییزو ښوونځیو کې د بودیجې نشتوالی به د ۸۰ زره ماشومانو د تعلیمي چاپېریال پر کیفیت اغېز وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د بوديجې نشتوالى له اړمنو سره د مرستو پر بهير جدي اغېز کړى دى.
 
د OCHA د راپور له مخې چې څه موده وړاندې خپور شو، د خوړو نړیوال پروګرام اته میلیونه هغو خلکو ته چې د بودیجې د نشتوالي له امله د خوړو له خوندیتوب سره مخ وو، خوراکي مرستې په بشپړه توګه بندې کړې دي.
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۲۸.۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdchxkniz23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته