دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 273376
اوچا د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله زیانمنونکي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: اوچا په یوه ټویټ کې لیکلي چې افغانستان یو له هغو لسو هیوادونو څخه دی چې تر ټولو زیات اقلیمي او طبیعي افتونه تجربه کوي.
 
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږي کوونکي دفتر وايي، په افغانستان کې وچکالي په شدت روانه ده، چې له امله یې د خلکو ژوند اغېزمن شوی او لوږه په زیاتېدو ده.
 
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا افغانان د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
 
په ټویټر کې، اوچا د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوټریس خبرداری ته هم اشاره وکړه، چې ویلي یې دي "د اقلیم بدلون له کنټرول څخه بهر دی."
 
https://avapress.com/vdcd5s0x9yt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته