کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان کې د اوبو لګولو د یوې پروژې د جوړولو کار پیل شو

27 اسد 1402 ساعت 9:54

د باميان د کرنې رياست د مسوولينو په وينا، د دغه ولايت په سيداباد کلي کې د اسلامي فلاحي موسسې په مالي همکارۍ د دغه ولايت د اوبو لګولو د يوې پروژې د جوړولو کار پيل شوى دى.


آوا - بامیان: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اوبو لګولو دغه کانال به د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۳۹۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شي.
 
باختر آژانس د باميان د کرنې د رييس له خولې ليکلي دي چې د دغې پروژې په بشپړيدو سره به څه دپاسه څلور سوه کورنۍ له ګټو څخه برخمنې شي او څه دپاسه زر جريبه ځمکه به خړوبه شي.


د مطلب کود: 275053

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275053/په-بامیان-کې-د-اوبو-لګولو-یوې-پروژې-جوړولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com