دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 275053
په بامیان کې د اوبو لګولو د یوې پروژې د جوړولو کار پیل شو
د باميان د کرنې رياست د مسوولينو په وينا، د دغه ولايت په سيداباد کلي کې د اسلامي فلاحي موسسې په مالي همکارۍ د دغه ولايت د اوبو لګولو د يوې پروژې د جوړولو کار پيل شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اوبو لګولو دغه کانال به د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۳۹۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شي.
 
باختر آژانس د باميان د کرنې د رييس له خولې ليکلي دي چې د دغې پروژې په بشپړيدو سره به څه دپاسه څلور سوه کورنۍ له ګټو څخه برخمنې شي او څه دپاسه زر جريبه ځمکه به خړوبه شي.
https://avapress.com/vdchmmnix23nqvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته