کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل روغتونونو ته د زړه د ناروغۍ ۲۲ ماشومان د درملنې لپاره ور وپېژندل شوي

9 سنبله 1402 ساعت 14:22

د افغان سرې مياشتې ټولنې مسوولين وايي، چې د زړه په ناروغۍ اخته ۲۲ نور ماشومان د درملنې په موخه د کابل دوو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.


آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر وايي چې نن (پنجشنبه، سنبله ۹) د کابل دوو روغتونونو ته ۲۲ ماشومان د زړه په ناروغۍ اخته شوي دي.
 
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مسوولینو په وینا، په تېرو ۱۳ میاشتو کې دغې ادارې څه باندې ۱۷۰۰ ماشومان د زړه په ناروغۍ اخته د درملنې په موخه بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي دي.
 
له بلې خوا يو شمېر هغه ناروغان چې د افغاني سرې مياشتې له خوا يې درملنه کېږي وايي چې د خپلو ماشومانو د درملنې توان نه لري.
 
د افغاني سرې مياشتې ټولنې د شمېرو پر بنسټ، په تېرو ديارلسو کلونو کې د دې ټولنې له خوا په هېواد کې دننه او بهر د نږدې ديارلس زره ماشومانو درملنه شوې او د يوه ماشوم د درملنې لګښت له اويا زرو څخه تر دوه سوه زرو افغانيو پورې رسېږي.
 


د مطلب کود: 275918

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275918/د-کابل-روغتونونو-ته-زړه-ناروغۍ-۲۲-ماشومان-درملنې-لپاره-ور-وپېژندل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com